د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د کاناډا د اونټاریو محکمې دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په ایران کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د قربانیانو د کورنیو په ګټه پریکړه وکړه چې د اوکراین د هوايي شرکت اړونده وه.
PS۷۵۲ الوتکه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د 8 په لومړیو ساعتونو کې د ایران پلازمینې تهران ته نږدې د انساني تېروتنې له امله نسکوره شوه چې په پایله کې د کاناډا اتباعو په ګډون ټول مسافر او عملې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دې حکم کې د محکمې قاضي اعلان وکړ چې د اوکراین هوايي شرکت (UIA) په دې حادثه کې په غفلت تورن دی، ځکه چې د دې الوتکې له الوتنې څو ساعته مخکې، ایران د مارشال قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په وړاندې بالستیک توغنديو د ځوابي برید د احتمال په اړه د چمتوالي په حال کې وه.
دا پریکړه په ټورنټو کې د ۸۱ ورځو محاکمې وروسته صادر شوه چې د ۲۰۲۴ په جنوري کې پای ته ورسېده.
د پیغام پای/
Your Comment